ژبه

خلیلزاد یوځل بیا د بندیانو پر چټک خلاصون او اورکم ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۹) : د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي یو ځل بیا د بندیانو پر چټک خلاصون او اورکم باندې ټینګار کړی دی.

هغه تیره شپه په ټویټر کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سره د افغانستان د سولې بهير د وروستيو مسایلو په اړه وغږید

 ده زیاته کړې : (( موږ د کورني سیاسي کړکیچ د بیړني هواري او پر دې اهمیت وغږیدلو چې افغان مشران یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.))

خلیلزاد زیاته کړې، دوی دغه راز پر دې اړتیا هم وغږیدلل چې افغان حکومت او طالبان د بندیانو  خلاصون چټک کړي، د‌ اورکم سملاسي ملاتړ وکړي او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

ده ویلي :  (( موږ د کروناوایرس د سملاسي او اوږدمهالو اغیزو په اړه هم وغږیدو.))

د هغه به وینا، د هند دبهرنیو چارو وزیر ته ویلي و چې امریکا په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې لپاره په سیمه یيزو او نړیوالو هڅو کې د هند د ښکیلتیا هرکلی کوي او له هند سره دوامداره ښکېلتیا ته ژمن دي.

بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزیر شنکر په ټویټر کې لیکلي دي چې خلیلزاد ورته د افغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې اترې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې خلیلزاد ته یې د افغان سولې په تړاو د خپل هیواد دریځ او ملاتړ څرګند کړ.

شنکر ویلي : (( له خپل نږدې ګاونډي افغانستان سره زموږ تاریخي اړیکې زموږ دبهرنۍ تګلارې مهمه برخه د ه.))

د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر تړون وروسته هند ته د زلمي خلیلزاد دا لومړی سفر دی، نوموړي تر تړون مخکې د سلا مشورو لپاره څو ځلې هند ته سفرونه کړي وو.

هند ته له اوسني تازه سفر مخکې خلیلزاد تیره اونۍ پاکستان ته هم تللی و او ددغه هیواد د پوځ مشر سره يې لیدلي وو.

login or register a new account.