کابل ( پژواک ۳۱ وری ۹۹) د بلخ شولګر ولسوالۍ کې طالبانو سره نښته کې نهه پاڅونکوونکي وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د شولګر ولسوالۍ امنیه قوماندان عارف اقبالي پژواک ته وویل چې د ولسي پاڅون کوونکو او طالبانو تر منځ د یادې ولسوالۍ په دالان کلي کې جګړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې نښته تېره شپه ۱۲ بجې پیل شوې او تر سهاره یې دوام درلود.
د اقبالي په خبره د یادې جګړې په جریان کې نهه پاڅونکوونکي وژل شوي او د یوه لس کلن ماشوم په ګډون ۶ تنه نور ټپیان دۍ.
هغه زیاته کړه چې په دغه نښته کې د یوه قومندان په ګډون ۵ طالبان هم وژل شوي دي.
د بلخ امنیه قومنداني هم دغه پېښه تاییدوي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
login or register a new account.