ژبه

مایار: د بلخ کرونا لابراتوار لپاره په لوړه بیه د اخیستل شویو توکو موضوع څېړل کېږي

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۹):د عامې روغتیا وزارت وایي چې په بلخ کې د کرونا د ریفرینس لابراتوار لپاره په لوړه بیه د اخیستل شویو توکو موضوع په جدي توګه څیړل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې په ټولنیز شبکو د بلخ د عامې روغتیا ریاست روغتون لپاره د اخیستل شویو توکو لیست او نرخونه یې خپاره شول او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو غبرګونونه یې راوپارول.

په یو مکتوب کې د کرونا ناروغانو د ځآنګړي روغتون مسوول ډاکټر سید  تمیم ولیزاده د بلخ د عامې روغتیا ریاست ته مکتوب لیکلی چې د روغتون لپاره چپرکټونه، توشکې، بالختونه ، کمپلې، روجایي، د چایو ترموزونه، ګیلاسونه اود اشپزخانې نورو توکو ته اړتیا ده.

د بلخ د عامې روغتیا رییس پر مکتوب لاسلیک کړی او د اجرااتو سپارښتنه یې کړې ده.

خو چې بیا اړونده څانګې یاد توکي خریداري کړي، نو یو چپرکټ یې په ۳۲ زره افغانۍ، یوه توشکه په ۴۵۰۰، یو بالښت په ۸۵۰ او د چایو یو ترموز یې په ۵۰۰۰ افغانۍ لیکلي دي.

دا په د اسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د کرونا ضد کمپاینونو او نورو لګښتونو کې د فساد په اړه ډير شکایتونه شوي دي.

د عمر عزیزي په نامه یو تن په فیسبوک کې لیکلي، یوه چپرکټ په ۳۲ زره افغانۍ، دا کوم انصاف دی چې د کرونا په بودیجه کې داسې فساد کېږي.

د سمیع الله په نامه یو بل تن لیکلي چې د کرونا په پيسو کې دومره فساد، کرونا نه ده، ځینو خلکو ته لنګه غوا ده.

د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکټر خلیل حکمتي پژواک ته وویل چې دغه وسایل نوي نه دي اخیستل شوي، بلکې له پخوا څخه د صحت عامې په ګودام کې موجود وو.

هغه زیاته کړه چې په مکتوب کې په واضح ډول لیکل شوي چې دغه توکي دې له ګودام څخه د کرونا ویروس تازه جوړ شوي روغتون ته ورکړل شي.

نوموړی که څه هم د چا نوم نه اخلي، خو وایي چې دغه اجناس د بلخ د عامې روغتیا د پخواني رییس په وخت کې اخیستل شوي دي. هغه وویل چې دغه موضوع باید وڅېړل شي او عاملینو باندې یې قانون تطبیق شي.

د حکمتي په خبره په دې تړاو بشپړ معلومات د عامې روغتیا ریاست په ارشیف کې موجود دي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د بلخ د عامې روغتیا پخواني رییس ډاکټر میرویس ربیع نظر واخلي، خو هغه سره اړیکه ټینګه نه شوه.

د بلخ ولایت مدني فعال ډاکټر غلام رسول ملکزي پژواک ته وویل چې حکومت باید دغه موضوع په جدي ډول تعقیب کړي او فساد کوونکو ته یې سزا ورکړي.

نوموړی وایی چې دعامې روغتیا د خریدارۍ له مکتوب څخه ښکاري چې دغه وسایل څو چنده له هغه څخه په ګرانه بیه اخیستل شوي، کوم چې اصلي نرخ یې دی.

دغه مدني فعال زیاته کړه چې په دولتي ادارو کې د فساد دوسیو نه څېړل د دې لامل کېږي چې فساد ورځ تر بلې زیاتېږي. هغه وایي چې حکومت باید کرونا ویروس ته ځانګړې شوې منابع په سم او شفاف ډول مصرف کړي.

بلخوا د اسیا فارما په نامه یوه شرکت په خپل فیسبوک کې د خلکو د پوښتنو په ځواب کې لیکلي چې یو اعلی چپرکټ په ۹۵۰۰ افغانۍ او له ټولو ملحقاتو ( بالخت، توشکه، کمپل، روجایي وغیره) په ۱۷ زره افغانۍ تمامیږي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار او ویاند وحیدالله مایار پژواک اژانس ته وویل، کوم لیست چې خپورشوی، د ولایتي ریاست لخوا شوی، ځکه چې د خریدارۍ واکونه د  ولایتونو عامې روغتیا ریاستونو ته سپارل شوي دی.

هغه زیاته کړه، چې په خپله د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز دا موضوع په جدي توګه څاري او نن یې د بلخ له والي سره په دې اړه خبره کړې دي.

د مایار په وینا، د څیړنو پایلې به له رسنیو سره شریکې شي.