کابل (پژواک، ۲ غویي ۹۹) : د بهرنیو چارو وزارت نوماند وزیر حنیف اتمر وایي چې افغانستان د ښه او بد ترهګر ترمنځ توپير نه کوي، او د هغو اطلاعاتو په شریکولو کې، چې دداعش د مشر اسلم فاروقي څخه د تحقیقاتو په نتیجه کې ترلاسه کیږي او دواړه هیوادونو کې د ترهګرۍ سره په مبارزه او امنیت تامینولو کې اغیزمن نقش لوبولای شي، هېڅ راز سپما ونه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا د غویي په ۲مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، د واړو لورو د مختلفو مسایلو په ګډون د افغان کډوالو او افغان سوداګرو پر ستونزو، د سوداګرۍ پر پراختیا، د افغان سولې پر بهیر او په دې اړه د سیمې د هیوادنو تر منځ د اجماع د رامنځ ته کولو په هکله په تفصیل سره خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، حنیف اتمر د کرونا په سختو شرایطو کې د ګاونډي هیواد پاکستان له همکاریو څخه، په خاصه توګه له کورونا ویروس څخه د اغیزمنو افغان کډوالو د تدواۍ، د تجارتي بندرونو د خلاص ساتلو او د تجارانو د ستونزو د حلولو په لار کې له هغه هیواد څخه مننه وکړه.
هغه وړاندیز وکړ تر څو د کرونا په سختو شرایطو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو د ادامې او پراخیدو کې هراړخیز ګامونه پورته شي. اتمر د چمن-سپین بولدک او پیښور تورخم تر منځ د ریل پټلۍ د غځولو د تخنیکي مطالعې د پیل وړاندیز هم مطرح کړ.
د افغانستان او پاکستان د سولې او سوکالۍ د پلان (APAPPS) په چوکاټ کې د اقتصادي اړیکو او امنیتی همکاریو د پراختیا په تائید سره، حنیف اتمر زیاته کړه چې، دواړه لوري دې د یوه پراخ اقتصادي همکاریو پر پراختیایي پلان کار وکړي چې د دواړو هیوادونو او سیمې د اقتصاد پیاوړتیا کې رغنده نقش ولري.
اتمر زیاته کړه چې افغانستان د ښه او بد ترهګر ترمنځ توپير نه کوي، او د هغو اطلاعاتو په شریکولو کې، چې د اسلم فاروقي څخه د تحقیقاتو په نتیجه کې ترلاسه کیږي او دواړه هیوادونو کې د ترهګرۍ سره په مبارزه او امنیت تامینولو کې اغیزمن نقش لوبولای شي، هیڅ راز سپما ونه کړي.
هغه د افغان پوځ د وروستیو لاس ته راوړنو ته په اشارې سره زیاته کړه چې، افغان پوځ د تصفیوي عملیاتو په پایله کې د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ سیمه د بهرنیو ترهګرو له وجوده پاکه کړې او هیله یې څرګنده کړه چې دا لاس ته راوړنه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترهګرۍ سره د مبارزې په لار کې ښه اغیز ولري.
د داعش پاکستانی مشر اسلم فاروقي چې تیره میاشت کندهار کې د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی، پاکستان یې د سپارلو غوښتنه کړې وه.
اتمر د افغان سولې بهیر کې د پاکستان دولت له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ یادونه وکړه چې افغان دولت تلپاتې سولې ته ژمن ده او دا سوله به یوازې د یو اسلامي جمهوري نظام په چوکاټ کې تلپاتې وي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د کرونا په شرایطوکې د بشردوستانه اوربند اړتیا، د بین الافغانی مذاکراتو پر بی قید او شرطه پیل او بندییانو د تبادلې پر بهیر د کار پر بیا پیلولو رڼا واچوله او د اسلامي جمهوري نظام د تقویت په لار کې د سیمې د هیوادونو پر رغنده نقش مفصلې خبرې وکړې.
login or register a new account.