ژبه

د بندیانو خوشي کول د سولې پروسې له سختو پړاوونو څخه دي

کابل (پژواک، ۲ غویی ۹۹): د افغانستان د سولې او شخړې د څېړنو ډله وایي، سولې ته د رسېدو لپاره، باید ستونزمن پړاوونه ووهل شي او د بندیانو خوشي کېدل چې په اړه یې ځینې کسان اندېښنې هم لري، یو له دغو سختو پړاوونه دی.

دغه ډله د داسې بې پلوه بنسټونو او خلکو نه شتون هم د سولې پروسې له ننګونو بولي، چې طالبان او حکومت خبرو ته وهڅوي او د سولې خبرو په اړه دریځونه، چې ځینې ورته هیله من او ځینې یې اندېښمن کړي، سم لوري ته واړوي.

د افغانستان د سولې او شخړې د څېړنو ډلې چې وایي، موخه یې افغانستان کې له تاوتریخوالي ډکې او تاوتریخوالي پرته بنسټپالنې اړوند د بحثونو، مناظرو او نورو لارو چارو رهبري کول دي، یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د دغې ډلې په اعلامیه کې راغلي:«سولې ته د رسیدلو لپاره، باید له ستونزمنو خڼډونو تیر شو او سختې پریکړې وکړو. یوه ورته سخته پرېکړه د جګړې د اړخونو لخوا د بندیانو خوشې کول دي.»

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر میاشت کې قطر کې د سولې خبرې پیل کړې او شاوخوا ۱۸ میاشتې وروسته یې د سولې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې باید له بین الافغاني خبرو مخکې ۵۰۰۰ طالب بندیان او زر تنه د دولت بندیان خوشي شي.

د افغانستان د سولې او شخړې د څېړنو ډله وایي، د خبرو یاده دوره له ننګونو او لوړو ژورو خالي نه وه، د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په یوه سهارني ټويټ سره وځنډول شوه او له ناروښانه برخلیک سره مخ شوه، خو وروسته له دوو میاشتو یو ځل بیا له هغه ځایه پيل شوه، چېرته چې درول شوې وه.

سرچینه زیاتوي چې د طالبانو او امریکا تر منځ "افغانستان ته د سولې د راوړلو" د تړون له لاسلیک او د تاوتریخوالي د کمښت د دورې له پای سره، د سولې پروسه له نویو ننګونو سره مخ شوه.

په اعلامیه کې راغلي:"د ټاکنو د پایلو اعلان، د ولسمشر د لوړې مراسم، د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله له خوا د موازي حکومت اعلان او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي بیا پیل، د سولې د پروسې دوام او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه تنګه کړه."

سرچینه زیاتوي:"طالبانو د سولې خبرې په یوه ځواکمن او منسجم حرکت سره پیل کړې او امریکایان یې قانع کړل چې د تړون بل لورۍ پاتې شي او د تړون د لاسلیک او د تړون تر لاسلیک وروسته لپاره یې د شرایطو په جوړښت کې لوې لاس درلود. د تړون پر بنسټ، د بین الافغاني خبرو لپاره مخکې شرط له بنديخانې د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کېدل دي."

د یادې ډلې په اند، د بندیانو د خوشې کولو په اړه د افغانستان د حکومت او طالبانوپلاویو تر منځ د سکایپ له لارې خبرې د افغانستان د سولې په پروسه کې یو مثبت ګام بلل کیږي، خو ستره ننګونه چې کولۍ شي دا پروسه له خڼډ سره مخ کړي، د هغو ضمانتونو نه شتون دی چې خوشي شوي طالب جنګیالي دې بیرته له طالبانو سره یوځای او په جګړه کې ښکیل نه شي.

دغې ډلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ځینو افغانانو سره هم خبرې کړي دي.

هیلې او اندېښنې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع