ژبه

سر له پنجشنبې په کابل کې ګرځبندیز په جدي توګه پلی کیږي

کابل (پژواک، ۳ غویی ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې سر له پنجشنبې ورځې په کابل کې ښار کې ګرځبندیز په جدي توګه عملي کیږي او د کابل دخولي دروازې هم څارل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غویي په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي مرستیال ستر‌پاسوال عبدالصبور قانع تر مشرۍ لاندې په کابل ښار کې د ګرځ‌بندیز وضعیت د ارزونې، امنیتي ځواکونو ته د اعاشې رسېدنې او له کرونا ویروس څخه د مخنیوي په‌پار پولیسو ته د تعقیبي روغتیايي کڅوړو د څرنګوالي په موخه غونډه وشوه.

هغه زیاته کړه، په‌دې غونډه کې چې د کابل لپاره د ګډو ملي ځواکونو قوماندان، د کورنیو چارو وزارت ځینو لوړ پوړو منسوبینو او د کابل امنیتي حوزو امرینو هم ګډون درلود؛ پرېکړه وشوه څو له درنو هېوادوالو سره له پخواني شریک شوي نوملړ پرته د نورو پر وړاندې سر له سبا ګرځ‌بندیز په جدي ډول پلی شي.

ارین وایي، همداراز پرېکړه وشوه، څو د کابل دروازې تر جدي څارنې لاندې ونیول شي او د خلکو له هر ډول تګ راتګ څخه مخنیوی وشي او د کابل په ټولو سیمو کې ترانسپورټي تم‌ځایونه هم وتړل شي.

ستر امنیتي مرستیال د کابل د ګډو ځواکونو قوماندان او د امنیتي حوزو امرینو ته هم لارښوونه وکړه، څو د سبا سهار له ۵ بجو څخه کابل ښار کې ګرځبندیز په ټینګه پلی کړي.

نوموړي د امنیتي وضعیت او عامه نظم د ښه‌والي په موخه د ۱۱۱ فرقې او د ځواکونو د همغږۍ پر غښتلي کېدو ټینګار وکړ او یادو منسوبینو ته یې لارښوونه وکړه، څو له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې له هېڅ راز هڅو ډده ونه کړي.

په‌دې غونډه کې د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي او همداراز د ملي پولیسو د اعاشې وضعیت د څرنګوالي په تړاو هم خبرې وشوې.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د اړونده برخو چارواکو ته د ملي پولیسو د معیشتي وضعیت د ښه‌والي او د تعقیبي روغتیايي کڅوړو د وېش په تړاو هم لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د یادونې ده، چې په هېواد کې د کرونا ۱۱۵۴ پېښې ثبت شوي چي زیاتې یې په کابل کې دي، دغه راز له ۴۰ مړو کسانو څخه یې ۱۴ کابل کې دي.

login or register a new account.