کابل (پژواک، ۴ غویی ۹۹): د افغانستان حکومت د طالبانو ۵۵ نور بندیان خوشې کړي چې له دې سره د ټولو خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۴۸۷ تنو ته ورسېد.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غویي په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا بندیان د سولې پروسې د ملاتړ او له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د هغوی عمر، روغتیا او د بند مودې ته په کتو خوشې شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې دا بندیان پرون په پکتیا، لوګر، بدخشان، جوزجان، غزني، بغلان، خوست، پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو کې خوشې شوي دي.
د یادونې ده چې د افغانستان حکومت د یادو ۵۵ تنو په ګډون په شپږو پړاوونو کې د طالبانو ۴۸۷ بندیان خوشې کړي دي.
طالبانو تر اوسه له هغوی سره د بندي دولتی امنیتي کسانو له ډلې ۶۰ تنه خوشې کړي، خو حکومت وایي چې په دغو ۶۰ تنو کې یواځې ۱۹ یې د دولت اړوند د امنیتي ځواکونو کسان دي.
د بندیانو د خوشې کولو لړۍ د تېرې میاشتې د وري له پنځلسمې نېټې پیل شوې ده.
د یادونې ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په لسمه، په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.
ولسمشر محمد اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ او ویې وېل چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې په مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.
د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی هم کابل ته راغلی و.
login or register a new account.