کابل (پژواک، ۵ غویی ۹۹) : د ناټو سازمان له افغان سیاسي مشرانو غوښتي چې خپل اختلافات هوار کړي او په ډاګه کړي چې د طالبانو له خوا دتاوتریخوالي وروستی بهیر ورته د منلو وړنه دی.
ناټودغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړي چې نن د غویي په ۵ مه، یې دافغانستان دسیاسي کړکیچ، سولې پروسې او امنیتي حالاتو په اړه خپره کړې ده.
د ناټو سرمنشي جیمز سټولټنبرګ هم دغه خبرپاڼه پر خپله ټویټرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه باید ګټه پورته کړای شي. په دې خبرپاڼه کې راغلي، دافغانستان د څو لسیزو جګړو او شخړو د هواري لپاره د یوې هر اړخیزې سولې پروسې ته رسېدل بین الافغاني مذاکراتو پورې تړاو لري ، ټولې خواوې باید په بېړنۍ توګه په دې برخه کې خپلې ژمني عملي ، تاوتریخوالی کم او د سولې لپاره اقدامات وکړي.
ناټو په دې خبرپاڼه کې پر ټولو افغان سیاسي مشرانو او د هغوی پر ملاتړو غږ کړی چې خپل اختلافات یوې ډډې ته کړي او د یوه ټولشموله حکومت لپاره کار وکړي .
سرچینې زیاته کړې، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي اوسنی بهیر د منلو وړ نه دی، دوی باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم او د خبرو اترو لپاره شرایط او فضا برابره کړي.
دغه راز ناټو له طالبانو غوښتي چې خپله هغه ژمنه هم عملي کړي چې دافغانستان خاوره به یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په مرکز نه بدلیږي او هغوی به د خوندي ځای په توګه ترې ګټه نه اخلي.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( موږ دافغان حکومت له خوا د یوه ټولشموله مذاکراتي ټیم د اعلان هر کلی کوو، او له طالبانو غواړو چې له دې ټیم سره له ځنډ پرته ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، ځکه چې بین الافغاني مذاکرات دامریکا او طالبانو دتړون مهمه برخه دي. ))
ناټو هیله څرګنده کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې اوږدمهاله سوله رامنځته ، تاوتریخوالی پای ته ورسیږي، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقوقو خوندي، قانون پلی، او دا ډاډ ورکړل شي چې افغانستان هیڅکله د نړیوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.
په خبرپاڼه کې د ناټو سازمان افغان حکومت او طالبانو ته ویلي چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ تیزه کړي ، څو د کرونا وبا پر ضد نړیواله مبارزه ګړندۍ او اړمنو خلکو ته مرستې ورسول شي.
دغه راز ناټو له طالبانو غوښتي چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې خپل رول ادا کړي.
په خبرپاڼه کې راغلی، ناټو له افغانانو او افغان امنیتي ځواکونو سره اوږد مهاله مرستو او همکاریو ته ژمن دی ، دسولې او ثبات لپاره به له هغوی سره اوږه په اوږه کار کوي.
login or register a new account.