ژبه

حکومت: طالبانو قطر کې تر تړون وروسته ۷۸۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۶ غویی ۹۹): د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، وسله والو طالبانو له امریکا سره تر تړون وروسته ۷۸۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د غویي په ۶مه، د حکومت د رسنیو مرکز کې یوې خبري غونډې ته دوینا پر مهال ادعا وکړه چې وسله وال طالبان د امریکا او د دوی ترمنځ د سولې شوي تړون ته ژمن نه دي او ترې یې سرغړونې کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ دغه تړون د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې لاسلیک شو، چې له مخې یې باید په لسو ورځو کې بندیان خوشې او بین الافغاني مذاکرات پیل شي، خو تر اوسه یواځې د بندیانو پڅه پروسه پیل شوې، خو بین الافغاني مذاکرات لا نه دي پیل.

فیصل وایي، له یاد تړون وروسته هره ورځ په منځنۍ کچه نږدې ۵۵ بریدونه یا ترهګریز فعالیتونه کیږي او په دغه موده (۵۱ ورځو) کې وسله والو ۸۰۴ ۲ترهګریز حرکات ترسره کړي دي.

فیصل زیاته کړه، چې په دغو ۵۱ ورځو کې د طالبانو په ترهګریز فعالیتونو کې ۷۸۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی وایي چې یواځې په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو ۳۴ ملکي وګړي وژلي او ۶۲ نور يې ټپیان کړي دي.

هغه وویل، تیېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه ، چې د طالبانو په بریدونو کې شدت راغلی و.

د فیصل په وینا، په همدې موده کې افغان امنیتي ځواکونو په دفاعي حالت کې د طالبانو ځواب ویلی او ۲۷۳۷ طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ده زیاته کړه، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو ۳۰۹ جنګیالي د افغان امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي او ۲۱۰ یې بیا ټپيان شوي دي.

د یادونې ده چې طالبان هم امریکا او افغان دولت د ملکي وګړو پر وژلو تورن کړي دي.

د افغانستان حکومت دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پرون ناټو په یوه اعلامیه کې له ټولو اړخونو غوښتي چې د تاوتریخوالي د کمښت ژمنې عملي کړي.

د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د ناټو ددې اعلامیې هرکلی کړی دی.

login or register a new account.