ژبه

تازه خبرونه
صدیقي: وروستیو بریدونو وښودله چې طالبان سولې ته ژمن نه دي

کابل (پژواک، ۷ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت وایي چې په هېواد کې دجنګ پای ته رسېدو ته په بشپړه توګه ژمن او د سولې په برخه کې یې له خپل لوري ټول اقدامات کړي دي. 

د ولسمشر ویاند صدیقي صدیقي دا څرګندونې د وسله والو طالبانو د هغې اعلامیې په ځواب کې کړي چې نن یې خپور کړې او پر حکومت یې تور پورې کړی چې د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي.

صدیقي وایي، د افغانستان دولت په هېواد کې د جنګ پای ته رسېدو ته کاملا ژمن دی، د سولې د تامین، تاوتریخوالي کمېدو او طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یې د یو شمېر طالب وسله والو د ازادولو د فرمان صادرولو په ګډون ټول لازم اقدامات عملي کړل او مذاکره کوونکی پلاوی یې هم وټاکه.

هغه زیاته کړې، په دې وروستیو ورځو کې پر خلکو او د هېواد امنیتي ځواکونو باندې د طالبانو د وروستیو بریدونو زیاتوالي دا وښودله چې طالبان نه یوازې د تاوتریخوالي کمولو ته پابند نه دي، بلکې د خلکو او افغان دولت پر وړاندې خپل تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي.

صدیقي ویلي : (( د روژې مبارکه میاشت کې د اوربند د تامین لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت، د هېواد د علماوو، د اسلامي هېوادونو سازمان، ملګرو ملتونو، امریکا، ناټو او اروپایي ټولنې د پر له پسې غوښتنو باوجود طالبان د افغانستان د مسلمانو خلکو پر وړاندې پر جنګ ټینګار لري. ))

طالبانو په داسې حال کې له اوربند سره مخالفت کړی، چې ملګرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو سازمان، ناټو، اروپایي اتحادیې، امریکا ، یو شمېر نورو هېوادونو او د افغانستان حکومت د روژې او کرونا لپاره داوربند غوښتنې کړې دي.

login or register a new account.