ژبه

چین د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د خپلواکو پلټنو غوښتنه رد کړه

کابل (پژواک، ۷غویی ۹۹): چین د کرونا ویروس د خپریدو په اړه د خپلواکو نړیوالو پلټنو غوښتنه رد کړې او دا یې یو سیاسي چال ګڼلی دی. 

د کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په وروستیو کې د چین له اوهان ښار څخه خپور شو، اوس د نړۍ نږدې ۲۰۰ هېوادونو ته رسېدلی، نږدې درې میلیونه کسان پرې اخته او تر ۲۰۰ زرو زیات کسان يې له امله. مړه شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دوه ورځې مخکې غوښتنه کړې چې چین دې نړیوالو پلټنونکو ته اجازه ورکړي چې په اوهان ښار کې د هغه لابراتوار په اړه پلټنې وکړي چې ویل کیږي د کرونا ویروس ترې خپور شوی دی.

اروپایي ټولنې هم پر چین نیوکه کړې چې په لومړیو کې یې ددې ویروس په اړه نړۍ ته ناسم معلومات ورکړي و.

خو په بریتانیا کې د چین سفیر چین وین دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې دا سیاسي اړخ لري او امریکا غواړي چې د کرونا پر ضد د چین د مبارزې مخه ډب کړي.

د چین دغه دیپلوماټ ویلي چې هېواد به یې هیڅکله نړیوالو پلټونکو ته د پلټنو اجازه ور نه کړي او د خپلواکو پلټنو غوښتنه یې سیاسي ګڼلې ده.

هغه زیاته کړې، په داسې حال کې چې هېواد یې له کرونا سره په جګړه بوخت دی، دا ډول غوښتنې ولې کیږي!

بلخوا د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ویلي چې په راتلونکې میاشت کې په نړیوال روغتیایي پارلمان کې به په چین کې د خپلواکو پلټنو غوښتنه کوي.

login or register a new account.