کابل (پژواک، ۸ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت وایي چې د غویي د اتمې او د کرونا د مخنیوي په موخه زرګونه نور بندیان له زندانونو خوشې کوي.
د زندانونو د چارو د تنظیم رییس راشد طوطاخېل د غویي په ۸ مه، په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ولسمشر اشرف غني په دې اړه یو ځانګړی فرمان صادر کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې ددې فرمان له مخې ۱۲ زره او ۳۹۹ تنه بندیان د هېواد له بېلا بېلو زندانونو څخه خوشې کیږي.
طوطاخېل وویل ، کوم زندانیان چې ددې فرمان له مخې خوشې کیږي، باید تر خوشې کېدو وروسته ۱۴ ورځې ځانونه قرنطین کړي.
د نوموړي په وینا، دا اقدامات د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه ترسره کیږي.
هغه وایي چې تر دې مخکې د کرونا د مخنیوي په موخه د ولسمشر دیو بل فرمان له مخې تر اوسه ۶۱۲۴ تنه بندیان خوشې شوي او دا لړۍ ادامه لري.
طوطاخېل زیاتوي چې ددغه لومړي فرمان له مخې تر ۱۰ زرو پورې زندانیان خوشې کیږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن