ژبه

تازه خبرونه
ټرمپ: نړۍ ته د کرونا له امله داوښتو زیانونو په اړه به له چین سره حساب کوو

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۹ : دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ټوله نړۍ کې به د کرونا ویروس له امله د اوښتو زیانونو په اړه له چین څخه حساب ، کتاب وغواړي. 

نوموړي چې په سپینه ماڼۍ کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، کېدای شوای په هماغه لومړیو کې له منشا څخه د کرونا ویروس مخه نیول شوې وای.

ټرمپ زیاته کړه:" ډېرې لارې شته چې تاسې کولای شئ حساب کتاب ورسره وکړئ. تاسې ممکن خبر یاست موږ ډېر جدي تحقیقات کوو. له چین څخه خوشحاله نه یو. له دې ټول حالت سره خوشحاله نه یو، ځکه په دې باور یو چې کېدای شوای له ریښې یې مخه نیول شوې وای او ټولې نړۍ ته نه وای خپور شوی."

خو چین پرون په تازه څرګندونو کې هغه ادعاوي رد کړې چې ویل کیږي ویروس د چین په اووهان ښار کې له لابراتوار څخه خپور شوی.

د هغه هېواد د خوندیتوب د ملي لابراتور مشر یوان ژمینګ ویلي، تر اوسه هم دا معلومه نه ده چې ویروس له کومه ځایه خپور شوی دی.

دامریکا ولسمشر ټرمپ د کرونا ویروس له امله د رامنځ ته شویو اندېښنو د کمېدو په خاطر ویلي چې د امریکا اقتصاد به بېرته ډېر ښه شي.

ده زیاته کړې:" تاسې ته ویلی شم چې درېیمه او څلورمه ربع به ډېره د پام وړ وي. موږ په دې له خپلو اجرایوي همکارانو سره خبري کړي. زه فکر کوم چې موږ به غوره درېیمه ربع ولرو. څلورمه ربع او راتلونکې کال به د پام وړ وي."

د امریکا یو شمېر ایالتونه د محدودیتونو د کمېدو لپاره لاس په کار شوي او ټرمپ هیله من دی چې په راتلونکو ورځو کې له کار و بارونو او کارمندانو سره د خپل حکومت د هڅو جزییات ورکړي.

د یادونې ده، چې د کرونا له امله په ټوله نړۍ کې درې میلیون او ۱۳۵ زره وګړي ناروغه شوي او تر ۲۱۵ زره کسان مړه شوي دي.

یواځې په امریکا کې تر یو میلیون زیات کسان اخته او نږدې ۶۰ زره مړه شوي دي.

login or register a new account.