کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹) : په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه وایي چې له مهالوېش سره سم یې د ځواکونو د شمېرې د کمولو پروسه روانه ده، خو ترڅنګ یې افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته هم ادامه ورکوي.
په کابل کې دامریکایي ځواکونو ویاند د غویي په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دمګړۍ دوی په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د فعالیتونو اوشمېرو په اړه د امنیتي ملحوظاتو له امله معلومات نه شي ورکولی.
خو هغه زیاته کړه چې له طالبانو سره دلاسلیک شوي تړون له مخې په افغانستان کې یې په نور مال ډول د ځواکونو د کمولو لړۍ روانه ده.
د امریکایي ځواکونو ویاند وایي، د مشروطې ژمنې له مخې به د روان زیږدیز کال د جولای میاشتې تر نیمایي پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره ۸۶۰۰ ته راټیټه کړي.
د یادونې ده چې د روان زیږدیز کال تر پیله پورې په افغانستان کې دامریکایي ځواکړنو شمېره تر ۱۲ زرو څخه ډېره وه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ چې د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې تړون لاسلیک شوی، له مخې یې په راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې به امریکا شاوخوا څلور زره سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
خو دامریکایي ځواکونو دغه ویاند وایي چې دوی له خپلو افغان امنیتي همکارانو سره مرستې او همکارۍ ته هم ادامه ورکوي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې له تېرو څو ورځو راهیسې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګوندې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا ناروغۍ له امله له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده.
login or register a new account.