کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د المان او روسیې له سفیرانو سره د سولې، سیاسي حالاتو او د کرونا پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
د ملي امنیت شورا له دفتر څخه د غویي په ۱۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د المان له سفیر پیټر پراګل سره په لیدنه کې د هېواد د سولې پروسې او سیاسي وضعیت په اړه خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې دولت سولې ته ژمن دی او د یادې پروسې د پرمختګ لپاره یې عملي اقدامات هم کړي.
نوموړي زیاته کړه، دولت هیله لري چې وسله وال طالبان به هم تاوتریخوالی کم کړي، څو مخامخ خبرو ته څومره ژر چې شونې وي، زمینه سازي وشي او په پروسه کې بری یقیني شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې له کرونا سره پر مبارزې او تر دې دمه په یاده برخه کې د شویو اقداماتو او فعالیتونو په اړه هم بحث وشو.
د یوبل خبر له مخې, ډاکټر محب نن په کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتیسکي سره تودیعي لیدنه وکړه.
د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د مانتیسکي د کاري مودې د ستاینې ترڅنګ هغه ته په راتلونکي کې د بریالیتونو هیله وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې په یاده موده کې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې غښتلې شوي او اړتیا ده، چې دا رغنده اړیکې په نورو برخو کې هم تقویه شي.
په دې لیدنه کې د سولې پروسې او له کرونا سره د مبارزې په اړه هم خبرې وشوې.
login or register a new account.