کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۹) : د افغانستان د سيمهييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، نن به د هېواد په پنځو لويو ښارونو جلالاباد، مزار شريف، کندهار، کندوز او هرات کې په څه باندې ۱۳۵ زره بې وزلو کورنيو پخه ډوډۍ ووېشل شي.
دغه اداره زیاتوي، پر بې وزلو کورنيو د پخې ډوډۍ وېشل يې د ولسمشر د هدايت پر اساس پيل کړي او تابيا لري چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم پر غريبو هېوادوالو د پخې ډوډۍ وېش پيل کړي.
د سيمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د خپرونو او پوهاوي رييس سيد شاه سقيم د غویي په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی په پام کې لري چې د خپلو ښارواليو له لارې ژر د ټول هېواد په ښارونو کې د روژې تر پايه درې سوه او اووه څلوېښت زره، دوه سوه او ديارلسو نادارو کورنيو ته، هره ورځ لس لس پخې ډوډۍ ورکړي.
هغه زیاته کړه، ادارې يې د ډوډۍ د وېش په برخه کې د عامې روغتيا وزارت ټولې هغه سپارښتنې په پام کې نيولې چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره يې کړې دي.
ده له مدني فعالانو او خلکو وغوښتل چې په ولايتونو کې له ښارواليو سره د ډوډۍ د وېش، د نادارو کورنيو په پېژندنه او د هغوی د اړتياوو د معلوملو په برخه کې همکاري وکړي.
د سيمهييزو ارګانونو اداره وايي، دا چې د هېواد لويه برخه نادار په ښارونو کې دي، نو ځکه دوی د ډوډۍ د وېش لړۍ له ښارونو پيل کړه، خو وايي، ژر به په لرې پرتو سيمو، ولسواليو او کليو کې هم اړو خلکو ته مرستې ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې دا پروسه لا دمخه پیل شوې ده، خلکو نیوکه کړې چې په دې پروسه کې فساد شته او مستحقو ته نه رسیږي.
د کابل پولیس وایي چې په ۱۵ ناحیه کې یې د ګذر یو وکیل د یادې پروسې له ۲۵۰ بوریو غلا شویو اوړو سره نیولی دی.
login or register a new account.