ژبه

ولسمشر : خلک دې د وچې ډوډۍ د ویشلو د پروسې نظارت وکړي

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۸) : ولسمشر اشرف غني له مخورو او نورو خلکو وغوښتل چې بې وزلو خلکو ته د وچې ډوډۍ د ویشلو په نظارت کې له حکومت سره همکاري وکړي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن تر ماښام وروسته د ملي تلویزیون له لارې ولس ته پخپله وینا کې وکړې.

هغه وویل : (( له تاسو ټولو څخه مې هیله داده چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او د خپلو کورنیو د ژغورنې په موخه د روغتیایي کارکوونکو ټولې هغه صحي لارښوونې چې د دوی له لوري توصیه کېږي او د رسنیو له لارې خپرېږي، په جدي توګه په پام کې ونیسئ.))

ولسمشر غني زیاته کړه، د کرونا وبا د منفي اقتصادي او ټولنیزو اغېزو له امله رامنځته شوی ستونزمن وضعیت او په خاصه توګه د هیوادوالو ستونزې، تنګلاسۍ او ناچارۍ نه یوازې په ټوله مانا درک کوي، بلکې حکومتي دستګاه په ټول قوت او امکاناتو ته په پام، هره  لحظه د دغو منفي اغېزو د کمولو، د هیوادوالو د نجات، لاسنیوي او مرستې لپاره هلې ځلې کوي.

نوموړی وایي، په همدې موخه یې له اړمنو، بې وزله او ناچاره هیوادوالو  سره د مرستې لپاره تېره اونۍ په کابل ښار کې د نانوایانو له لارې د پخې ډوډۍ د وېش بهیر پیل کړ.

د هغه په وینآ، دا پروسه یې  ځکه لومړی له کابله پیل کړ، چې دلته په ښه توګه نظارت وشي او ددې ځای تجربې بیا په ولایاتو کې عملي کړي.

ولسمشر غني وویل چې له کابل وروسته نن په پنځو لویو ښارونو، مزار شریف، جلال اباد، کندوز، کندهار او هرات کې هم دا پروسه پیل کړه او ډیر ژر به ټول هیواد ته وغځول شي.

نوموړي زیاته کړه، چې ددې پروسې د ښه شفافیت لپاره باید علماء کرام، ښاروالان، د ګذر وکیلان، قومی مشران، مدني ټولنې، شخصیتونه او نورو خلکو نظارت او څارنه مهمه ده.

د هغه په وینا، دوی باید مستحقین په ګوته او له اړوندو مسوولینو سره شریک کړي.

ولسمشر له خلکو وغوښتل چې حکومت سره ددې پروسې په څارنه کې همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې یو شمیر خلکو په کابل کې پر دې پروسې نیوکې کړې چې ګوندې پکې فساد ډیر او مستحقو ته نه ورکول کیږي.