کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو کابل کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ کسان د جنایي جرمونو په تړاو نیولي او دوه غلا شوي موټر یې هم تر لاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کابل ښار د درېیمې، پنځمې، اوومې، اتمې او نهمې ناحیو او بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې دغه کسان د قتل، ټپی کېدو، د موبایل غلا، مغلوبه جګړې، د عامه امن اونظم اخلال او غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو کسانو څخه پنځه تومانچې، دوه برچې او دوه غلا شوي موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.
به خبرپاڼه کې راغلي چې دغه موټر یې مالکانو ته سپارل شوي دي.
login or register a new account.