ژبه

افغانستان او ایران سیند ته د ایرانیانو له خوا د افغان کډوالو د غورځولو موضوع په ګډه څيړي

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۹۹): د افغانستان او ایران پر پوله د ایراني ځواکونو له خوا سیند ته د افغان مسافرو د غورځولو او وژلو د راپورونو په اړه د حقیقت موندنې په موخه‌ د دواړو هېوادونو ګډ پلاوی جوړیږی.

څو ورځې مخکې ۵۰ تنه افغانان چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو، دایران د سرحدي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته سیند ته غورخول شوي وو، چې یو شمېر یې په لامبو وهلو سره ځانونه ژغورلي وو ، د یو شمېر مړي موندل شوي او نور یې نادرکه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او ایران د ګډې پولې په اوږدو کې د افغان مسافرو د شهادت او په وړاندې یې د ناوړه چلند د راپورونو په اړه د حقیقت موندنې په موخه، له تیرې ورځې راهیسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمد هارون چخانسوري په کابل او د افغان دولت سفیر په ایران کې له ایراني چارواکیو  سره په اړیکه کې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له ایراني چارواکو څخه د افغان دولت غوښتنه دا وه چې دواړه لوري د موضوع اړوند بیړنۍ څیړنې پیل کړي، ترڅو د پایلو په رڼا کې د اقداماتو په موخه لازمې پریکړې وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیر ماښام په تهران کې د افغانستان له سفیر سره په یوه رسمي تلیفوني اړیکه کې د ګډو څېړنو له پاره چمتوالی ښودلی او ژمنه یې کړي چې د نن ورځې په اوږدو کې به د تحقیقاتو د تخنیکي څرنګوالي په موخه رسمي یادښت افغان لوري ته وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات د ایران له لوري ګډو څېړنو ته د چمتوالي هرکلی کړی او لیکلي یې دي چېد رسمي یادښت رارسیدو ته سترګې په لار دي، تر څو له مخې یې د عدالت د ټینګښت په موخه ژر څېړنې پیل شی.

login or register a new account.