کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۹۹): وسله والو طالبانو اعلان کړی دی چې نن یې د حکومت ۲۰ تنه نور عسکر له بنده خوشې کړي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غویي په ۱۶مه، په ټویټر کې لیکلي چې دا ۲۰ تنه دولتي بندیان یې نن په کندهار ولایت کې خوشې کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې دغو بندیانوته یې دلارې کرایې ورکړي او خپلو کورونو ته لیږلي دي.
تر دې مخکې هم طالبانو په کندهار، لغمان او کندوز ولایت کې د حکومت شاوخوا ۱۱۰ تنه بندیان خوشې کړي دي ، خو حکومت ویلی چې په دې بندیانو کې یو شمیر ملکي وګړي او دولتي مامورین هم وو.
تردې مخکې نن سهار د افغانستان حکومت وویل چې تیره شپه یې د کابل له څرخي پله زندان څخه یې ۱۰۲ تنه طالب بندیان خوشط کړي دي.
د یادونې وړ ده چې حکومت تر اوسه د طالبانو ۸۵۰ تنه بندیان او طالبانو د حکومت شاوخوا ۱۳۰ تنه بندیان خوشې کړي دي.
د بندیانو د خوشي کولو لړۍ د تېرې میاشتې د وري له پنځلسمې نېټې پیل شوې ده. د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید د سولې بین الافغاني خبرې پیل او له دغو خبرو مخکې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي شوي وای.
د یاد تړون له لاسلیک وروسته ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشي کولو انکار وکړ او ویې ویل چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوې زماني مودې په ترڅ کې په مشروط ډول د بندیانو خوشي کولو فرمان ورکړ