ژبه

“طالبان دې د کرونا مخنیوي لپاره او روژې ته په احترام اوربند وکړي”

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۹۹): د بلخ يو شمېر مدني فعالانو د يوې ناستې پر مهال له طالبانو غوښتنه کړې چې له کرونا ويروس سره د مبارزې او روژې مبارکې مياشتې په احترام بايد اوربند وکړي.

په ورته مهال د بلخ د سولې معمارانو ګروپ په مزارشريف ښار کې پر بېوزلو کسانو د هغو ماسکونو وېشلو لړۍ هم پيل کړه چې د سولې پيغامونه پرې حک شوي دي.

د سولې معمارانو شبکې مشرې لينا سربلند د ثور په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ماسکونو وېشلو دغه لړۍ به ۸ ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې پر دوه زره کسانو په وړيا ډول ماسکونه وويشل شي،

هغې زياته کړه: ((موږ غواړو له يوې خوا د کرونا ويروس د مخنيوي برخه کې فعاله ونډه ولرو او بل لورته مو موخه دا ده، چې د سولې لپاره ذهنيت جوړونه وکړو.))

د مېرمن سربلند په خبره، افغانان له جګړې ستړي دي او د سولې راتلو ته انتظار کوي.

د بلخ ولايتي شورا ريس افضل حديد پژواک ته وويل چې روانې جګړې له کرونا ويروس سره مبارزه زيانمنه کړې ده.

هغه زياته کړه چې له يوې خوا د کرونا ويروس ننګونې او بل لور ته جګړه ده چې هره ورځ له خلکو څخه قرباني اخلي.

حديد وويل: ((طالبان بايد روان وضعيت درک کړي، د کرونا ويروس سره د مبارزې او همدا راز مبارکې روژې په مناسبت بايد اوربند وکړي.))

د هغه په خبره، روانه جګړه له ستونزو ډېرولو بل هېڅ کوم پيغام نه لري.

بلخ کې مدني او ټولنيز فعال ډاکټر غلام رسول ملکزي وويل چې د کرونا ويروس له امله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې جګړې درول شوي او اوربند شوی دی.

هغه له افغان حکومت او طالبانو هم وغوښتل، چې افغانستان کې هم پر يوه سراسري اوربند توافق ته ورسېږي.

د ملکزي په خبره د کرونا ترڅنګ روانه جګړه هم لوی ناورين دی، چې خلک يې بايد د پای ته رسېدو لپاره په ولسي کچه هم هلې ځلې وکړي.

login or register a new account.