کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۹) : پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر روانې جګړې ژوره اندېښنه ښودلې او په ډاګه کړې يې ده چې دا د پردیو دګټو لپاره ترسره کیږي.
د کرزي له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په هېواد کې پر روانې وینې تویېدنې ژوره اندېښنه ښودل شوې او له ټولو خواوو یې غوښتي چې له ورور وژنې لاس واخلي.
هغه زیاته کړې چې روانه جګړه د پردیو د ګټو لپاره ترسره کیږي او دا جګړه د سولې له ټولو اصولو او د افغانستان د ملي ګټو خلاف ده.
پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چې په هېواد کې روانه غمیزه پای ته ورسیږي, څو هېوادوال وکولی شي د خپلو اولادونو ښې راتلونکې ته کار وکړي.
حامد کرزي ټینګار کړی چې د جګړې ښکيلې خواوې ژر ترژره جګړه پای ته ورسوي او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
پخواني ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په هېواد کې جګړې بیا زیاتې شوې دي.
login or register a new account.