کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۹۹): د برېښنا پر پایو او کارکوونکو د بريدونو په اړه د پژواک د انلاین نظرپوښتنې ۸۹ سلنه ګډونوال وایي چې دغه بریدونه «مافیایي کړۍ» کوي، خو پاتې نور یې د دولت د مخالفینو کار بولي.
په دې وروستیو کې د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ او پروان ولایت کې د برېښنا پایې په ماینونو الوځول شوې دي.
پرون او وړمه ورځ پروان کې د برېښنا شرکت پر کارکوونکو درې چاودنې وشوې، چې له امله یې د برېښنا شرکت د پروان حوزې د سوداګریزو چارو مرستیال مرتضی سروري ژوند له لاسه ورکړ او د دغې حوزې د رییس روح الله ساجد په ګډون نهه تنه ټپیان شول. په ټپیانو کې دوه پولیس او نور د یاد شرکت کارکوونکي شامل دي.
حکومت په دې تړاو شپږ تنه نیولي او یو یې په ۱۶ کاله بند محکوم کړی دی. طالبانو ویلي چې د برېښنا پر ستنو او کارکوونکو بریدونو کې لاس نه لري.
پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوکپاڼه له خلکو پوښتلې:«په دې وروستیو کې د برېښنا پر پایو او کارکوونکو بریدونه کیږي او طالبان وایي چې په دې بریدونو کې لاس نه لري؛ ستاسو په نظر دا کار څوک کوي؟»
دغې پوښتنې ته ۸۳۰۰ کسانو ځواب ویلی.
د نظرپوښتنې له ګډونوال ۸۹ سلنه وایي چې د برېښنا پر پایو او کارکوونکو بریدونه د مافیایي کړیو کار دی، خو ۱۱ سلنه نورو بیا ویلي چې دغه بریدونه د دولت وسله وال او نور مخالفین کوي.
د یادونې ده، چې دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه تر سره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.
د دغې پوښتنې په اړه ۲۰۸ کسانو تبصرې هم کړې دي.
دغه بریدونه مافیایي کړۍ کوي
login or register a new account.