ژبه

ایراني استازي د طالبانو د قطر دفتر له مشرانو سره خبرې کړي

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۹) : د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي په قطر کې د طالبانو ددفتر له مشرانو سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو د وزیر ځانګري استازي محمد ابراهیم طاهریان، په قطر کې د طالبانو له لوړ پوړو چاروکو سره د افغانستان په هکله ټیلېفوني خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، ‎ چې دواړو لورو د بین الافغاني خبرو او د کرونا ویروس د مخنیوي په هکله هم اندېښنې شريکې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ‎د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د کرونا ویروس پراختیا د اندېښني وړ بللې ده.

‎د یادونې ده چې له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازی کابل ته راغلی و او له ولسمشر غني او عبدالله سره یې لیدنې کړې .

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د ایراني استازي اړیکې نیولو سره همهاله د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد هم په قطر کې د طالبانو له مشر ملا برادر سره لیدلي دي.

 

 

login or register a new account.