ژبه

افغانستان او سعودی د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۹۹) : د افغانستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اوربند، بین الافغاني مذاکراتو ترڅنګ د یو شمېرنورو موضوعاتو په اړه ټیلېفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د غویی په ۱۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر حنیف اتمر د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره اړیکه نیولې وه.

سرچینې زیاته کړې چې سعودي حنیف اتمر د نوې دندې د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ویلي چې په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

اتمر له هغه څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان په سولې پروسه کې د سعودي د رول لوبولو غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو وزیرانو په دې خبرو کې پر اقتصادي همکاریو، سیاسي او فرهنګي اړیکو، او د افغانستان سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو په اړه هم خبرې اترې وکړې.

 دغه راز د افغانستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د اوربند، بین الافغاني مذاکراتو، بندیانو خوشې کولو او سیمه ییزې اجماع په اړه هم بحث کړی دی.

حنیف اتمر په دې اړیکه کې هیله څرګنده کړې چې عربستان په یمن کې د بشر دوستانه اوربند کولو تجربې له افغانستان سره هم شریکې کړي.

 

login or register a new account.