ژبه

حکومت : طالبانو د روژې په دویمه اوونۍ کې ۹۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت ویلي چې وسله والو طالبانو د روژې په دویمه اوونۍ کې هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ملي امنیت شورا له خوا د غویي په ۲۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي طالبانو په روژې مبارکه میاشت کې هم د ملکي وګړو وژلو ته ادامه ورکړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په دویمه اوونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې چې په بېلا بېلو ولایتونو کې یې ترسره کړي ، ۲۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۴ نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مرګ ژوبله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. 

د ملي امنیت شورا ویلي چې د روژې په دویمه اوونۍ کې نسبت لومړۍ اوونۍ ته ۳۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

تر دې مخکې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي و، چې د روژې په لومړۍ اوونۍ کې طالبانو ۱۷ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور يې ټپیان کړي دي.

خو طالبانو دغه ادعا رد  کړې وه، هغوی ویلي وو، چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د حکومتي او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې اوړي.

 دا په  داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون ویلي و، چې د روژې د مبارکې مياشتې په لومړيو لسو ورځو کې ۱۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۴۳ تنه وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي.

یاد کمېسیون ویلي و، له یادې مرګ ژوبلې څخه د ۶۸ کسانو مسوولیت د وسله طالبانو دی، د ۱۶ تنو مسوولیت د دولتي ځواکونو او د ۳۲ نورو ملکي تلفاتو عاملین نامعلوم دي.

login or register a new account.