ژبه

خلیلزاد: هندوستان او طالبان باید خپلو منځو کې خبرې وکړي

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۹۹): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي چې طالبان او هندوستان باید خپل مینځ کې نېغ په نېغه خبرې وکړي.

خلیلزاد چې دوې ورځې مخکې هندوستان ته تللی و، یادې څرګندونې  ددغه هېواد "دي هندو" رسنۍ سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې چي هند باید له ترهګرۍ څخه خپلې شته اندېښنې په مستقیم ډول له وسله والو طالبانو سره شريکې کړي، څو په خبره يې په دې اړه قانع کوونکی ځواب ترلاسه شي.

خلیلزاد د هند له چارواکو سره په لیدنه کې په دې اړه چې څه ډول دغه هېواد کولی شي د افغانستان سولې په پروسه کې فعال رول ولوبوي، خبرې کړي دي.

ده وېیلي چې که هند او طالبان د سولې په اړه خبرې وکړي، نو هرکلی به ترې وشي. 

خلیلزاد دغه راز زياته کړې چې هند له لسيزو راهیسې  د افغانستان په پرمختګ کې مهم رول لوبولی، خو په خبره يې برعکس د سولې په نړیوالو هلو ځلو کې يې رول کم رنګه دی.

هغه وايي:«هند او افغانستان په خپلو کې تاریخي اړیکې لري او زه باور لرم چې د هند او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې هم مهمې دي او دا هم مهمه ده چې له ترهګرۍ څخه اندېښنې په مستقیم ډول مطرح شي.»

دا لومړی ځل دی چې امریکايي چارواکي په عمومي ډول خبرو ته د هند او طالبانو په مستقیمه توګه د داخلېدو وړاندیز کوي.

login or register a new account.