ژبه

د افغانستان حکومت تر اوسه زر طالب بندیان خوشي کړي

 کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۹۹): د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د ولسمشر د فرمان له مخې یې تر اوسه د طالبانو زر بندیان خوشي کړي دي.

 د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د غویي په ۲۰مه پژواک اژانس ته وویل چې دولت د سولې په پروسه کې د پرمختګ او د کرونا وایروس خپرېدو د مخنیوي په موخه تر دې دمه د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړۍ ګڼې له فرمان سره سم ۱۰۰۰ طالب بندیان خوشي کړي دي.

هغه زیاته کړې، له دې ډلې وروستي ۶۷ یې د پنجشنبې په ماښام د پروان له مرکزي توقیف خونې ازاد شول چې په دې توګه د ټولو خوشي شوو طالب بندیانو شمېر زرو ته ورسېد.

فیصل وویل، دولت د یادو کسانو په ازادولو سره سولې ته خپله دایمي ژمنتیا بیا هم په ډاګه کړه؛ اوس د طالبانو وار دی چې له توافقاتو سره سم د بندیانو د خلاصون پروسه چټکه کړي او افغان وژنه ودروي او سملاسي د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

د نوموړي په وینا، د تاوتریخوالي کمښت او بالاخره یو سراسري او دوامداره اوربند د افغانانو اساسي غوښتنه او د سولې پروسې مهمه اړتیا ده چې طالبان یې باید په اړه د افغانستان خلکو او نړیوالو ته ځواب ووايي.

هغه وایي، د طالبانو له خوا په اوسني شکل د تاوتریخوالي دوام، د سولې له پروسې سره هېڅ ډول مرسته نه کوي، بلکې دغه خطر تر پخوا هم غښتلی کوي چې ښايي د دوی له خوا ناروا تاوتریخوالی د یادي پروسې د سبوتاژ لامل شي.

د یادونې ده، طالبانو هم تر اوسه شاوخوا ۱۶۰ دولتي بندیان خوشي کړي، خو دولت وایي چې په دې کې یو شمېر ملکي وګړي او دولتي مامورین هم دي.

login or register a new account.