کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۹۹) : امریکا له پاکستان څخه غوښتي چې وسله وال طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو کړي.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غوښتنه د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د لیدنې پر مهال کړې ده.
زلمی خلیلزاد چې د سیمې هېوادونو پر سفر راوتلی دی، وړمه ورځ یې پاکستان ته سفر وکړ او ددغه هېواد د پوځ له مشر سره یې ولیدل.
د امریکا سفارت وایي، په دغه یوه ورځني سفر کې خلیلزاد له پاکستان څخه په افغان سولې پروسه کې د نورې مرستې همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، زلمي خلیلزاد له جنرال باجوه غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي څو تاوتریخوالی کم او بین الافغاني مذاکراتو ته یې چمتو کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد او جنرال باجوه د افغان سولې پروسې د وروستیو بدلونونو او پرمختګونو په اړه هم خبرې کړې دي.
دغه راز زلمي خلیلزاد له پاکستانه غوښتي چې په افغانستان کې د یوه تښتول شوي امریکایي وګړي مارک فریچس د خوشې کولو په برخه کې همکاري وکړي.
یاد امریکایی د روان زیږدیز کال په جنورۍ میاشت کې د حقاني ډلې له خوا تښتول شوی دی.
د یادونې ده چې زلمي خلیلزاد تر دې مخکې هند ته سفر کړی و او ددغه هېواد له چارواکو سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړې وې.
هغه هندي رسنیو ته ویلي و، چې دغه هېواد باید له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې اترې وکړي.
login or register a new account.