ژبه

په سعودي کې ۲۱ افغانان د کرونا له امله مړه او ۳۰ نور پرې اخته شوي

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۹۹) : په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر وایي چې په دغه هېواد کې  ۲۱ تنه افغانان د کرونا له امله مړه او ۳۰ نور پر اخته شوي دي.

افغان سفیر احمد جاوید مجددي د غویي په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې پر کرونا اخته شوي کسان اوس په بېلا بېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د مجددي په وینا، کېدای شي یو شمېر نور کسان هم پر دې ناروغۍ اخته او ستونزې یې پیدا کړې وي، خو هغوی روغتونونو ته مراجعه نه ده کړې او له دوی سره تر اوسه رسمي همدا ارقام دي.

د افغانستان سفیر وایی چې د سعودي حکومت له کوم توپیر پرته د خپلو وګړو او نورو هیوادونو وګړو یو ډول درملنه کوي او اسانتیاوې یې ورته برابره کړې دي. ‍

باید وویل شي چې په سعودي عربستان کې تراوسه ۳۷۱۳۶ تنه پر کرونا اخته ، ۲۴۰ تنه مړه او ۱۰۱۴۴ تنه بیرته روغ شوي.

د سعودي عربستان په القسیم ښار کې مېشت افغان حاجی وردګ شېرزاد پژواک اژانس ته وویل چې دوی هم له کرونا څخه د یو شمېرافغانان د مړینې او پرې له اخته کېدو خبر شوي دي.

ده زیاته کړه، چې په دې ښار کې درې تنه افغانان پر کرونا اخته  شوي، چې تر درملنې لاندې دي. 

هغه پژواک ته وویل، چې دلته مېشت افغانان هم د ځایی خلکو په څېر قرنطین دي او کاروبارونه یې خراب شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې په ایران ، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم له کرونا څخه  د افغانانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي وو.

په ایران کې د افغانستان سفارت ویلي چې هلته تر ۵۰ زیات افغانان د کرونا له امله مړه او تر ۱۰۰ زیات پرې اخته شوي دي.

دغه راز په پاکستان کې هم تر اوسه شاوخوا ۱۰ تنه افغانان له دې امله مړه او یو شمېر نور پرې اخته شوي دي.

په افغانستان کې دننه ۴۴۰۳ تنه پر کرونا اخته، ۱۲۰ تنه مړه او شاوخوا ۵۰۰ تنه نور بیرته روغ شوي دي.

login or register a new account.