کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۹) : د ایران د بهرنیو چارو وزارت هغه ټول راپورونه رد کړل چې ګوندې د دوی سرحدي ځواکونو افغانان سیند ته غورځولي او ادعا یې کړې چې په هغه ورځ او نېټه هلته هیڅ داسې پېښه نه ده شوې.
د راپورونو له مخې، ایراني ځواکونو تر۵۰ زیات افغان مسافر چې دغه هېواد ته د مزدورۍ لپاره په ناقانونه توګه تللي وو، تر وهلو ډبولو وروسته سیند ته اچولي شوي وو، چې تر اوسه د ۲۵ کسانو مړي راایستل شوي، یو شمېر یې ځانونه ژوندي ایستلي او ځینې یې نادرکه دي.
دغې پېښې په افغانستان کې پراخه غبرګونونه راوپارول، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر خپل ایراني سیال جواد ظریف سره په دې اړه خبرې وکړې، دغه راز ولسمشر اشرف غني یو لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې څو هرات ولایت ته سفر وکړي او دا پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې وه، چې له افغانستان سره به په ګډه دا پېښه څېړي او یو پلاوی به ساحې ته هم لېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي ویلي : (( په کومه ورځ او نېټه چې د یادې پېښې ادعا شوې، هیڅ پېښه هلته نه ده رامنځته شوې او نه هم په سرحد کې له افغانانو سره دایراني سرحدي ځواکونو کومه نښته شوې ده. ))
د هغه په وینا، د خرابې هوا له امله په هغه ورځ هیڅ افغان د ایران خاورې ته نه و داخل شوی او نه هم ددوی سرحدي ځواکونو غیر قانوني افغانان نیولي او کمپونو ته یې لېږدولي وو.
د ایران د ایرنا اژانس د موسوي له خولې خبر ورکړی چې ددې راپور له خپرېدو سره سم دوی په دې اړه جدي پلټنې او څېړنې پیل کړې دي .
ده زیاته کړې، دا چې یوه انساني او بیا د ګاونډي موضوع وه د مسوولینو د ډېرې پاملرنې وړ وه او له بېلا بېلو اړخونو وڅېړل شوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې تړاو د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د اطلاعاتو وزارت او د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ په ګډه بېلا بېل ډول ارزونې وکړې.
هغه ادعا کړې چې د هیڅ افغان جسد د ایران په سواحلو کې نه دی لیدل شوی .
موسوي زیاته کړې، د افغانستان غوښتنې ته په درناوي اړوندو ادارو ته لارښوونې شوې دي چې په دې اړه نورې پراخې څېړنې وکړي.
ده ویلي چې په وروستیو میاشتو کې لس زره افغانان په ناقانونه توګه ایران ته ورغلي دي.
login or register a new account.