ژبه

«امریکایان اوس افغان حکومت او طالبانو ته یو ډول حیثیت ورکوي»

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹):د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، خلیلزاد ځکه د حکومت د څرګندونو خلاف وایي چې کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونو داعشیانو کړي چې له طالبانو سره د سولې پروسه کې خنډونه رامنځته نه شي.

وسله والو د روانې غویي میاشتې په ۲۳ مه د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یو سل بستریز روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې ۴۱ کسان ووژل شول او ۸۸ نور ټپیان شول.

د افغانستان حکومت وایي، دغه بریدونه طالبانو کړي، خو طالبانو وویل چې په دغو بریدونو کې لاس نه لري او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا وویل چې دغه بریدونه د داعش ډلې کړي دي.

خلیلزاد ویلي چې داعش د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې مخالف دی او هڅې کوي چې افغانستان کې هم د عراق او سوریې په څېر قومي جګړې پیل شي.

د سیاسي چارو پوهان په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکي ودیر صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، خلیلزاد ځکه د یادو بریدونو پړه پر داعش اچوي چې له طالبانو سره د سولې په پرمختګ کې خنډ رامنځته نه شي.

هغه وایي، امریکا غواړي چې افغان حکومت او طالبان دواړه د داعش د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.

د صافي په وینا، د افغانستان حکومت، چې دا مهال طالبان او داعشیان ورته توپیر نه کوي او دواړه یې وسله وال مخالفین دي، هم هڅه کوي چې طالبان پر افغان وژنه تورن کړي، تر څو له حکومت سره بین الافغاني خبرو لپاره چمتو شي.

د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په لسمه په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او باید له دغې هوکړې تر لسو ورځو د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې وای، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

د سیاسي چارو بل شنونکی محمد یونس فکور د وروستیو بریدونو د تر سره کوونکو په اړه د خلیلزاد او افغان حکومت بېلابېلې څرګندونې، د هغوی ترمنخ د شته اختلافونو له امله بولي.

د ده په وینا، د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوې هوکړه کې د طالبانو د زندانیانو خوشي کول، اوربند او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټه، د افغان حکومت اوامریکایي لوري ترمنځ اختلافي موارد دي.

هغه زیاته کړه چې امریکایانو د یادو مسایلو په اړه پرته له دې چې د افغان حکومت ګټې په کې په پام کې ونیول شي، له طالبان سره هوکړې ته ورسېدل او اوس هڅه کوي چې دغه هوکړه پلې کړي.

login or register a new account.