کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹):د پژواک د پرلیکه سروې ۷۷ سلنه ګډونوال وایي، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د واک پر وېش خوښ نه دي، خو۲۳ سلنه نورو د هغوی تر منځ هوکړه د هېواد په خیر بللې او ورته خوښ دي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او ترکیې د ځانګړو اعلامیو په خپرولو سره د یادې سیاسي هوکړې هرکلی کړی او ټولو لوریو له افغانستان سره سولې ته د رسېدو په برخه کې د هر راز مرستې ژمنه کړې ده.
تېر کال د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شوې،د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمد اشرف غني ولسمشر اعلان کړ، خو بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر اعلان کړ.
د هغوی ترمنځ اختلاف تر ننه روان و، خو نن یې واک سره ووېشه اودواړه یو ځل بیا د واک پر وېش سره سلا شول او د اختلاف د حل په موخه یې سیاسي هوکړه لاسلیک کړه.
د دې هوکړې له مخې، عبدالله ته د ملي مصالحې د عالي شورا ریاست او د هغه سیاسي ملاتړو ته په کابینه کې نیمايي ونډه ورکړل شوې. دغه راز د هوکړې له مخې د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم ته چې په ټاکنو کې یې له عبدالله ملاتړ کړی و، د مارشالۍ افتخاري رتبه ورکول کیږي.
پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوک پاڼه له خلکو پوښتلي چې دغې هوکړې ته خوښ دي که نه؟
په نظرپوښتنه کې ۱۵۲۰۰ کسانو برخه اخیستې ده.
د سروې له ګډونوالو۷۷ سلنه کسانو ویلي یادې هوکړې ته نه دي خوښ خو پاتې نورو بیا ویلي چې د هوکړې په لاسلیک خوښ دي.
د یادونې ده چې دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.
د سروې ۳۷۵ ګډونوالو په دې اړه بېلابېلې تبصرې هم کړې دي.
مخالف You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.