ژبه

کابل کې د ملي اردو دوو منسوبینو ته وسله وال برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹): د کابل ښار دوولسمې امنیتي حوزې اړوند د داوود خان څلور لارې ساحه کې د وسله والو موټرسایکل سپرو برید کې د ملي اردو یو منسوب وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې وسله والو د ملي اردو اړوند یوه موټر باندې چې یاد دوه کسان په کې سپاره وو، نن سهار برید وکړ، یو کس یې وژلی او یو بل ټپي دی.

سرچینه زیاتوي چې په دوو وروستیو اوونیو کې درې موټرسایکل سپاره چې په هدفي وژنو کې یې لاس درلود، نیول شوي او د نورو د نیولو لپاره هڅې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې په کابل ښار کې د موټرسایکلو پر ګرځېدو بندیز لګولی خو اوس هم د دغه ښار ځیني خلک پر موټرسایکل ګرځي.

خو ارین وایي چې کابل ښار پر موټرسایکلونو بندیز پر خپل ځای دی او خلک یوازې له ښاره په لرو ساحو کې له هغو استفاده کوي.

هغه وویل چې کابل کې به پر موټرسایکلونو بندیز نور هم سخت شي.

login or register a new account.

ورته موضوع