ژبه

حکمتیار: د غني او عبدالله سیاسي هوکړه د «ملي يووالي حكومت د ناکامې تجربې» تكراردی

کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): حزب اسلامي د غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړه د «ملي يووالي حكومت»د مخكنۍ «ناکامې تجربې» تكرار بولي، وایي چې دا معامله کړکېچ نه شي حل کولای او د بریالي حکومت لامل نه شي کېدای.

ولسمشرۍ ټاکنې تېر کال د تلې په شپږمه تر سره شوې. د ټاکنوخپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمداشرف غني ولسمشراعلان کړ، بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر وباله، خو د غویي په ۲۸ مه  دواړه د واک پر وېش سره سلا شول او هوکړه یې لاسلیک کړه.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې اړه غبرګون ښودلی. حکمتیار د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې نوماند و.

حزب اسلامي لیکلي:« يو ځل بيا د بل ائتلافي حكومت رامنځته كولو ژمنه او لوړه وشوه، د ملي يووالي حكومت د مخكنۍ ناكامي تجربې د تكرار ژمنه؛ كاش دا تصميم خالص افغاني تصميم واى، د تحليف له دوو مراسمو مخكي نيول شوى وى، نه د بهرنيو د ګواښونو او فشارونو تر سيوري لاندې.»

په اعلامیه کې راغلي چې دا معامله نه يوازې د بحران په تخفيف كې هيڅ مرسته نشي كولى؛ په داسې مؤفق حكومت نه شي منتج كېداى چې يولاسى او متحد وي، ملي اجماع رامنځته كړي، د ملت حمايت ترلاسه او د سولې تأمين كې اغېزمن ثابت شي.

سرچینه زیاتوي چې د غني او عبدالله ډلو ته په كار وه د اساسي قانون له غوښتنو او حكم سره سم يې تېر «شرمناك او له تقلب ډك انتخابات» باطل اعلان كړي واى؛ پر نویو ټاکنو یې توافق كړى واى، ژمنه یې كړې واى چې په انتخاباتو كې د ملت د پراخ مشاركت لپاره ټول لازم شرایط برابروي، له تقلب او درغليو پاك انتخابات ترسره كوي او پایلې یې له ځنډ پرته مني.

سرچېنې لیکلي،د نړۍ په هيڅ هېواد كې داسې نه دي شوي چي رقيب ټيمونه له انتخاباتو راولاړ شوى بحران؛ د مجددو انتخاباتو پر ځاى د اقتدار د مساويانه وېش له لارې حل كړي.

د یاد ګوند په اعلامیه کې راغلي:«د اقتدار وېش؛ د هېواد د تجزيې پېلامه وي، په هر هېواد كې چې دا غلط اسلوب غوره شوی؛ برخليك یې له تجزيې پرته بل څه نه و.»

سرچینه زیاتوي چې افغانان د جګړې خاتمه او ډاډمنې سولې ته رسېدل غواړي، نو ځکه خو باید د يوه ځواكمن مستقل محور رامنځته كولو لپاره ملا وتړي، د داسې محور جوړول له بحرانه د وتلو يوازينۍ لار ده.

سرچېنې لیکلي:«د واك پر ګدۍ ناستو ته هم وايو: د داسې محور رامنځته كېدو په وړاندې خنډونه مه جوړوئ، پرېږدئ چې د اساسي قانون له حكم سره سم؛ يو دروند او معتبر اپوزيسيون رامنځته شي، د دې پر ځاى چې د ائتلافي حكومت او د هغه د كورنيو بهرنيو ناسمو سياستونو مخالفين؛ هر يو ځان ته بېله لار غوره كړي، د عقل او منطق تقاضا دا ده چې پرېږدئ دا ټول يوه سوله یيزه او د اساسي قانون مطابق تګلاره غوره كړي او په قانونمن اپوزيسيون كې راغونډ شي.»

د دغه ګوند په باور، افغانستان د ټولو سترو سترو ملي مسائلو په اړه سياسي اجماع ته اړتیا لري؛ سياسي اجماع هلته رامنځته كېدى شي چي په ټولو اغېزمنو سياسي لوريو شامل؛ د تصميم نيونې متفقه مقتدره عالي مرجع رامنځته شي.

login or register a new account.