ژبه

سروې: نږدې نیمایي خلکد کرونا د مخنیوي لپاره د قیوداتو پر دوام ټینګار کوي

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړې نېټه،۹۹): د پژواک د پرلیکه سروې ۵۱ سلنه ګډونوال وایي، نور باید ښارونو کې د کرونا له امله وضع شوي قیودات لرې شي، خو ۴۹ سلنه د دغو قیوداتو دوام اړین بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزرات که څه هم د وضع شویو قیوداتو دوام سخت بولي، خو وایي د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دا کار اړین دی او اړوندې ادارې باید په ګډه د خلکو ستونزو تهپه پام په دې اړه اقدام وکړي. 

د تېر کال کب میاشتې په پنځه نیټه د لومړي ځل لپاره په هرات ولایت کې د کرونا ناروغۍ لومړنۍ پیښه ثبت شوه. څو ورځې وروسته په دغه ولایت کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه قیودات وضع شول.

د روان کال د وري په نهمه د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي په موخه په کابل ښار کې هم پر ګرځېدو محدودیتونه ولګول شول، ډېری دولتي کارکوونکي رخصت شول او د خوراکي توکو له هټیو او درملتونونو پرته نور ټول مارکېټونه او هټۍ وتړل شول.

تر اوسه په افغانستان کې ۸۱۴۵ کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي او له دغو کسان۱۸۷ کسان مړه او ۹۳۰نور بېرته روغ شوي دي.

د دې ناروغۍ د ورځ تر بلې خپرېدو له امله لګول شوي محدودیتونه  تر کوچني اختره وغځول شول، خو په دې وروستیو کې کابل کې هټۍ بیرته پرانستل شوي دي،

له دغو محدودیتونه سره ډېر کسان وزګار او له اقتصادي ستونزو سره مخ شول او حکومت د غویي په لسمه په کابل کې له بېوزلو سره د نانوایي ګانو له لارې د وچې ډوډې وېش پیل کړ.

پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوک پاڼه له خلکو پوښتلي:په افغانستان کې هره ورځ د کرونا ناروغانو شمېره زیاتیږي، بلخوا ته اختر هم نږدې شوی او خلک بازارونو ته راوتلي دي، ستاسو په نظروضع شوي محدویتونه باید پاتې شي او که له منځه یوړل شي؟

په نظرپوښتنه کې ۸۴۰۰ کسانو برخه اخیستې ده.

د سروې له ګډونوالو۵۱ سلنه وېیلي چې قرنطین باید نور له مینځه یوړل شي خو پاتې ۴۹ سلنه نورو بیا ویلي چې باید و غځول شي.

د یادونې ده چې دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.

login or register a new account.