کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وایی چې یوه پلاوي یې نن کابل کې د حکیم الکوزي له کلینیک څخه له لیدنې وروسته پرېکړه کړې, ترڅو پورې چې یې درمل څېړل کیږي فعالیت به نه کوي.
د محمد الکوزي په نوم یو تن چې له کندهار څخه کابل ته راغلى، دعوه کوي چې د نبوي او يوناني طب په مرسته يې داسې درمل جوړ کړي، چې په درېیو څاڅکیو خوړو سره یې په کرونا ويروس اخته ناروغ په دوو ساعتونو کې روغ رمټ کیږي.
حکيم الکوزى اوس د کابل په کارته مامورین سیمه کې دی , ډلې ډلې خلک ورځي او په وړیا ډول درمل ترې اخلي.
د عامې روغتیا وزارت له خوا د غبرګولي په لسمه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دالکوزي ددرملو څېړنو لپاره يې یو پلاوی ټاکلی وه چې له الکوزي سره یې له ليدنې وروسته پرېکړه کړې, څو پورې چې یې درمل څېړل کیږي فعالیت به نه کوي.
د عامې روغتیا وزارت دغه پلاوی وایي، چې یاد کلینیک روغتیایي جواز او مسلکي کارکوونکي نه لري او په خپل سر فعالیت کوي.
سرچينه زیاتوي، چې الکوزی هم هیڅ ډول علمي سند له خپل ځان سره نه لري او کوم درمل یې چې جوړ کړي نامعلوم او نا مشخص دي او د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت هیڅ ډول طرزالعمل نه مراعات کیږي.
دغه پلاوي د خپلې ليدنې په ترڅ کې پرېکړه کړې چې الکوزی باید د کرونا ناروغۍ د نه خپرېدو او ګڼه ګوڼې د مخنیوي په موخه تر هغه خپل فعالیت و دروي، چې د عامې روغتیا وزارت له خوا یې درمل څېړل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تراوسه په افغانستان کې ۱۴۵۲۵ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي او له دغو ناروغانو تر اوسه ۲۴۹ تنه مړه او ۱۳۰۳ تنه بیا بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.