ژبه

د کورنیو چارو وزارت : ۳۸ پولیس نظامي څارنوالۍ ته معرفي شول

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې له خپلو دندو د ناوړه استفادې له امله یې یو شمېر پولیس نظامي څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

ددغه وزارت ویاند طارق ارین د غبرګولي په ۱۹مه، پژواک ته وویل چې دا پولیس په کابل، هرات، ننګرهار، غزني، جوزجان، سمنګان، تخار، زابل، خوست، کندوز، پروان، بغلان او باميان ولايتونو کې  نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې چې دوی له خپلو دندو څخه ناوړه استفاده کوله، او تر نیول کېدو وروسته یې دوسیې نظامي څارنوالۍ ته لیږدول شوې دي.

ارین وایي چې د کورنیو چارو وزارت کې د فساد ضد مبارزه اوشفافیت لپاره جدي اقدامات روان دي او په راتلونکي کې هم چې څوک له خپلو دندو ناوړه استفاده کوي، څارنوالۍ ته معرفي کیږي.

د نوموړي په وینا، تر دې مخکې هم لسګونه پولیس نیول شوي  او تر پلټنو لاندې دي.

کورنیو چارو وزارت ددغو نيول شويو پوليسو د نوم او دندو په هکله جزييات نه دي ورکړي.

login or register a new account.