ژبه

د ملي امنیت شورا: طالبانو تېرو دوو اوونیو کې ۲۳۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹): ملي امنیت شورا وایي، وسله والو طالبانو د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۸۹ ولسي وګړي وژلي او ۱۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غبرګولي په ۲۴ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې وسله والو طالبانو د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې هم د تېر په څېر د افغانانو خلاف تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، چې په نتیجه کې یې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۸۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((د یادو شویو ولسي وګړو لویه برخه د سړک غاړې په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې شهیدان او زخمیان شوي، چې زیات شمېر یې په کندهار، کابل او سرپل ولایتونو کې دي. ))

هغه وايی، دا ملکي مرګ ژوبله په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د سولې په هڅو کې تر پخوا پرمختګونه ډېر شوي او له توقع سره سم باید افغان او مسلمان وژنه درېدلې وای.

دده په وینا:«د ولسي خلکو هدف ګرځول او هغوی ته ضرر رسول، د ټولو انساني، دیني، مذهبي او جګړییزو اصولو خلاف عمل دی، چې طالبان یې په دوامداره توګه مرتکب شوي دي.»

له بلخوا وسله والو طالبانو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، مجاهدین په هيڅ ځای کې ملکي خلک تر هدف لاندې نه نیسي اونه هم داسې څه پيښ شوي.»

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې حکومت  په خپلو  بریدونو کې هره ورځ ملکیانوته زیان اوړي.

login or register a new account.