کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹) : د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د سرحدي همکاریو د پياوړتیا، قاچاقبرانو سره د مبارزې او د افغانستان او ایران د سرحدي کمېسارانو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه غونډه نن په ارګ کې ترسره شوه.
له ارګ څخه د غبرګولي په ۲۸مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع او د ملي امنیت عمومي ریاست معاون عبادالله عباد هم حضور درلود، د ګډ سرحد د امنیت تامین په برخه کې د سرحدي همکاریو د پیاوړتیا، قاچاقبرو ګروپونو سره مبارزې او د دواړو هېوادونو د سرحدي کمېسارانو ترمنځ د همکاریو پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
سرچینې زیاته کړې، دغه راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران ته په خپل نږدې راتلونکي سفر کې، د هغه هېواد له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۳۳۵ کال د سرحدي کمېسارانو د قرارداد نوي کولو او د ګډ سرحد د امنیت تامین په موخه د مؤثرو او عملي میکانېزمونو، قاچاقبرانو سره د مبارزې او د انساني قاچاق له قربانیانو ملاتړ چې په ګډ سرحد کې نیول کېږي او په مناسب ډول د هغوی دبېرته ګرځولو په اړه خبرې وکړې.
login or register a new account.