ژبه

اتمر او د ملګرو ملتونو ځانګري استازې د سولې په تړاو د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۹):د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګري استازې د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ په نږدې راتلونکې کې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې مېرمن دبوره لیونز، د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ په نږدې راتلونکې کې د جوړېدونکې غونډې او همداراز د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړه لیک د پلي کولو په تړاو د وروستیو پرمختګونو، چې په کې د تاوتریخوالي کمول، د سیمه ییزې اجماع او تفاهم لپاره د روانو هڅو، د سولې د بهیر، بشر دوستانه اوربند لپاره د افغانستان د ملاتړو هېوادونو د همکاریو جلب، له قید او شرط پرته د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د آزادولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

سرچینه لیکي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د خبرو پر مهال له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د بهیر د بریا او د سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د هڅو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه هڅې به د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل سبب شي.

تېر کال د کب په میاشت کې قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو تر منځ د سولې هوکړه  وشوه.

ټاکل شوې د دغې هوکړې له مخې، حکومت پنځه زره طالب بندیان او طالبان زر تنه د دولت بندیان خوشي کړي او ورسره د سولې بین الافغانی خبرې هم پیل شي.

د راپورونو له مخې،د افغانستان حکومت تراوسه د طالبانو شاوخوا درې زره بندیان خوشې کړي او طالبانو هم د دولت شاوخوا ۵۵۰ بندیان خوشې کړي او دا لړۍ روانه ده.

login or register a new account.