ژبه

صدیقي: د مالیې وزارت د فساد په اړه حکومت ته رسمي او غیر رسمي راپورونه رسېدلي وو

کابل (پژواک،۲۹غبرګولی۹۹): د ولسمشر ویاند وایي، د مالیې وزارت د ۶۸ کسانو د فساد په اړه حکومت ته رسمي او غیر رسمي راپورونه سېدلي وو چې له څېړنو وروسته به یې پایله له خلکو سره شریکه شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د غبرګولې په ۲۷ مه ولسمشر غني د مالیې وزارت د درېیو مرستیالانو او د ګمرکونو د یو شمېر مشرانو په ګډون د دغه وزارت ۶۸ مامورین ممنوع الخروج اعلان کړل.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن کابل کې په یوه کنفرانس کې وویل، له فساد سره مبارزه د حکومت دنده ده او د مالیې وزارت د کارونکو په اړه حکومت ته رسمي او غیر رسمي ځیني راپورونه رسېدلي وو.

ده زیاته کړه، چې له فساد سره د مبارزې اړوندې ادارې به په دې اړه څېړنه وکړي او تر څو چې د یو کس جرم په اړه محکمې له خوا پرېکړه و نه شي هغه بی ګناه دی.

صدیقي د ۶۸ کسانو د ممنوع الخروج په اړه د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې د ولسمشر له مشورې پرته لوړ پوړي چارواکي نه شي کولی سفرونه وکړي.

خو د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي هم پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دوی هم له رسنیو خبر شول او په دې اړه تراوسه مالیې وزارت ته کوم رسمي مکتوب نه دی رسېدلی.

ده زیاته کړه، په دې اړه مالیې وزارت کې یوه غونډه جوړه او جزییات به یې وروسته له خلکو سره شریک شي.

له بلې خوا د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا د ولسمشر یوه پرېکړه وه، په دې اړه تراوسه دوی هم خبر نه لري او نه هم کوم رسمي مکتوب ورته رسېدلی دی.

login or register a new account.