پلخمري (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٩): د بغلان امنيتي مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو يو ملا امام د وژل شوو سيمه ييزو پوليسو د فاتحې د اعلان له امله لومړى وهلی او بيا يې وژلى دى.
د بغلان د امینې قوماندانۍ وياند جاوېد احمد بشارت د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د مرکز پلخمري اړوند د شهر کهنه سيمې د جومات ملا امام مولوي حسن له وهلو وروسته وژلى دى.
هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه ملا امام د سيمه ييزو پوليسو د فاتحې د اعلانولو په غبرګون کې له وهلو وروسته وژلى دى.
درې ورځې مخکې د مرکز پلخمري اړوند د سرخ کوتل په سيمه کې د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ جګړه کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان جمعه خان مبارز په ګډون اووه سيمه ييز پوليس ووژل شول.
د شهر کهنه سيمې يوه اوسېدونکي حبيب الله منصوري پژواک ته وويل چې طالبانو دغه ملا امام د قوماندان مبارز د فاتحې د اعلان په غبرګون کې وژلى دى.
هغه وايي: ((دغه ملا امام په لاوډسپېکر کې د قوماندان مبارزې د فاتحې اعلان وکړ، طالبان ورپسې راغلل، دومره يې وواهه چې بالاخره مړ شو.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د جوماتونو د خطيبانو او ملا امامانو د وژلو لړۍ تېزه شوې ده.
شاوخوا لس ورځې مخکې په کابل کې په دوو جلا پېښو کې دوه لوى ديني عالمان مولوي اياز نيازی او مولوي عزيزالله مفلح په جوماتونو کې چاودنو ووژل.
login or register a new account.