کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۹): د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د نورستان د والي پر موټر برید کې د والي یو ساتونکي وژل شوی او بل ټپی دی، خو والي له بریده روغ وتلی دی.
د نورستان ولایت د والي مرستیال محمد هاشم فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه برید نن سهار د سروبي ولسوالۍ اړوند سیمه کې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم پر موټر وشو.
هغه وویل چې والي له بریده روغ وتلی، خو یو ساتونکی یې وژل شوی او بل ټپي دی.
ده وویل چې والي له کابل څخه ننګرهار ته پر لاره و چې برید پرې وشو.
ځینو سرچینو ویلي چې دغه برید د سروبي ولسوالۍ اړوند په ماهیپر سیمه کې شوی دی.
د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
login or register a new account.