چاریکار (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۹): د کاپیسا امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې د یوې مېرمنې او د کاپسیا د استېناف محکې د یوه قاضي په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه قاضي احمد شاه نومېده او د کاپیسا د استېناف محکې په مدني دېوان کې یې دنده درلوده.
شورش وویل چې دغه برید نن سهار اته بجې هغه مهال رامنځته شو چې احمد شاه د کاپیسا د کوهستان ولسوالۍ د دویمې حصې په شېرک پېرک کلي کې له خپل کوره د دندې پر لور روان و چې د کاپیسا ولایت لومړۍ حوزې ته څېرمه «افغانیه ریک روان» سیمه کې د ولسوالو موټر سایکل سپرو له خوا پرې برید وشو.
نوموړی وایي چې د احمد شاه قاتلین له سیمې تښتېدلي او د کاپیسا پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
د یوه بل خبر له مخې، د کاپیسا په کوهبند ولسوالۍ کې د وسله والو ډزو کې دوه نارینه او یوه مېرمن وژل شوي دي.
د کوهبند ولسوالۍ امنیه قوماندان وحید الله بایاني د دغه خبر په تایید وویل چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ په ارام کوټ کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ډزو کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د ده په خبره، د دغه برید لامل ترواسه نه دی څرګند شوی؛ جسدونه عدلي طب ته انتقال شوي او پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.
خو د کاپیسا د کوهبند ولسوال مبارک شاه شهرام پژواک ته وویل چې د دغو دوو کورنیو ترمنځ مخکینی جنجال موجود و؛ خو دا ځل دغه پېښه د حقوقي دعوا له امله د ځمکې پرسر رامنځته شوې ده.
په همدې حال کې د سیمې یو اوسېدونکی قاري کاظم د یادو کورینو ترمنځ د پېښې لامل څو کلنی جنجال یادوي.
د کاپیسا له ټولو ولسوالیو څخه د کوهبند ولسوالي یوڅه د امن ولسوالیو په ډله ده چې کله کله ترې د جنایي جرمونو او مرموزو وژنو په اړه راپورونه ورکول کېږي.
login or register a new account.