کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹) : د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي چې طالبانو په افغانستان کې د خپل کنټرول او اغیز لاندې سیمو کې په خلکو سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.
دا سازمان وايي سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې په خپلو کړو وړو کې یې ډېر بدلونونه او اصلاحات راوستي، خو بیا هم تر کنټرول لاندې ځینو سیمو کې نجونو ته د تعلیم اجازه نشته او خلک د بیان او خبرو ازادي هم نه لري.
د بشري حقونو د څار سازمان نن د چنګاښ په ۱۰مه، په ۶۹مخونو کې راپور کړی چې عنوان یې دی: "د شکایت هېڅ حق نلری،" د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې تعلیم، ټولنیز محدودیتونه او عدالت."
دا راپور د ۲۰۱۹ د جنورۍ د میاشتې راهېسې د ۱۳۸ کسانو سره د مرکو او مخامخ خبرو په اساس لیکل شوی دی. دغه سازمان وايي چې په هلمند، کندز او وردګ ولایتونو کې یې د طالبانو له مشرانو، قومندانانو، جنګیالیو، د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې یې له ښوونکو، ډاکټرانو، قومي مشرانو، زده کوونکو او نورو اوسېدونکو سره خبرې او مرکې کړي دي.
د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار مشره پترېشا ګاسمون وايي: "طالبان تر خپل کنترول لاندې ځینو سیمو کې بیا خپل سخت قوانین پلي کوي او د خلکو لپاره ډېره سخته او خطرناکه ده چې د هغوی د کړو وړو په اړه غږ اوچت کړي. طالبان هڅه کوي چې د ویرې او ترهې له لارې واکمني وکړي، هغوی تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د خلکو په وړاندې ځانونه مسول نه ګڼي (حساب او کتاب نه ورکوي."
login or register a new account.