ژبه

ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه؛ درې کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي

توسط ولي‌محمد شینواری

مې 25, 2026 - 11:37 am

Views: 7

جلال اباد (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي، دوه نور ټپیان دي او د پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د بام‌خېلو پوستې امنیتي منسوبین سیمې ته رسېدلي او په دې تړاو یې یو تن نیولی دی.

دی وایي چې د بل شکمن کس د نیولو هڅې هم روانې دي دی.

د حماد د معلوماتو له مخې، ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.