ژبه

په کابل ښار کې درې کسان د غلا پرمهال ونیول شول

کابل (پژواک،۲۷چنګاښ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي چې نن سهار یې په کابل ښار کې درې کسان د غلا پرمهال نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار پولیسو د کابل ښار د اوولسمې حوزې اړنده ساحه کې دغه درې غله نیولي دي.

 سرچینه وایي چې دغه درې غله حامد، کاظم او ملک نومیږي چې حامد یې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

سرچینه وایي چې یادو کسانو په څو نورو وسله والو غلاوو کې هم لاس درلود او د پولیسو ترڅار لاندې و.

login or register a new account.