کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹) : باوري سرچینې وایي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل ددویم ځل لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته د رئیس جمهور په نوم خپله استعفا لیږلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې د چنګاښ په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې عاطف مشعل د تیرې پنجشنبې په ورځ د دویم ځل لپاره خپله استعفا د بهرنیو چارو وزارت ته استولې ده.
خو تر اوسه د هغه د استعفا په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
تر دې څو میاشتې مخکې هم نوموړي له دندې استعفا کړې وه، خو منل شوې نه وه.
که څه هم تراوسه د هغه د استعفی لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د دویم ځل له استعفا څخه یې ښکاري چې دنده کې خوښ نه دی.
نوموړي د لومړي ځل لپاره هغه وخت استعفا وکړه چې پر ډیورنډ فرضي کرښې باندې یې د اغزن تار له لګولو سره په مخالفت کې واضح دریځ څرګند کړ او په پیښور کې یې د افغان مارکیټ د غصب مخه ونیوله، پاکستاني استخباراتي ادارو سره یې کړکیچ راغی او نوموړي ته یې ښکاره اخطارونه ورکړي وه خو هغه وخت ویل کېدل چې ده په مرکز کې د لازم ملاتړ نه درلودو له امله استعفا کړې وه.
پژواک اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نظر واخلي، خو هغوی ددې خبر تر خپرېدو پورې نظر شریک نه کړ.