ژبه

پوتین ولسمشرغني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کالیزې مبارکي ورکړه

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۹): د روسیې ولسمشر غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کالیزې مبارکې ورکړه، ولسمشرغني او د روسیې سفیر له «ترهګرۍ» سره د دواړه هېوادونو پر ګډې مبارزه ټینګار وکړ.

افغانانو په ۱۲۹۸ لمریز کال کې له انګریزانو بېرته خپله خپلواکي ترلاسه کړه او د همدغه کال د زمري ۲۸مه یې د خپلواکۍ ورځ اعلان کړه.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د فدارتیفې روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره وکتل او  ژیرنوف ولسمشر غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت د فدراتیفې روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د مبارکۍ پیغام وړاندې کړ.

سرچینه لیکي چې د روسیې ولسمشر په دغه پیغام کې د دواړو هېوادونو پر دوستانه اړیکو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي: «ډاډه یم چې په بېلابېلو برخو کې د دواړو لورو رغنده همکاري د پام وړ پراختیا مومي.»

پوتین په دغه پیغام کې لیکلي جګړې له «تروریزم» او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې د مشارکت تعامل، د دواړو هېوادونو د خلکو بنیادي ګټې تامینوي او د سیمه ییز امنیت او ثبات د پیاوړتیا لامل ګرځي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې غني د افغانستان او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د یادونې پر مهال د روسیې بازارونو ته د افغانستان د صادراتو، په ځانګړي ډول د مېوه جاتو پر صادراتو ټینګار وکړ او همدا راز یې له روسیې وغوښتل چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړي.

سرچینه زیاتوي چې په دې کتنه کې د سیمې پر امنیت هم خبرې وشوې او غني وویل چې د داعش او «تروریزم» پر وړاندې د افغانستان د خلکو او دولت مبارزه یوه استثنایي مبارزه ده او افغان ولس د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره زیاتې قربانۍ ورکړې دي.

غني زیاته کړې چې افغانستان او روسیه له «تروریزم» سره د مبارزې په برخه کې ګډ لیدلوری لري او د داعش پر وړاندې د افغانستان حکومت اقدامات هر اړخیز او له لاسته راوړنو ډک وو.

ده دا هم ویلي چې د افغانستان حکومت د مرکزي اسیا اړوند «تروریستي» ډلو پر وړاندې جدي اقدام کوي او نشه یي توکي د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره جدي ګواښ دی.

login or register a new account.

ورته موضوع